سویډن د نارډ سټريم د نل ليکو د تخريب ځای ته نژدې سمندري سيمې د خلکو پرمخ پرانيزي
CMG2022/10/07 14:48:34
شريکول:

د سويډن د ملي امنيت ادارې د اکتوبر په ۶مه نېټه ويلي، چې د " نارډ سټريم -۱" او " نارډ سټريم-۲" پروژو د طبيعي ګازو د نل ليکو د تخريب په اړه يې پلټنې بشپړې کړي او د نل ليکو د تخریب شويو ځايونو شاوخوا سمندري سيمې د خلکو پرمخ پرانيزي.

  د سويډن ملي امنيت په همدې ورځ په يوې اعلاميې ويلي، چې اداره به یې د نل ليکو د تخريب د پېښې له ځايه راټول شوي توکي وڅيړي او وروستي معلومات به له رسنيو سره شريک کړي.

يادې ادارې ويلي، له پلټنې وروسته يې شک نور هم زيات شوی، چې دغه نل ليکې ښايي په عمدي يا قصدي توګه تخريب شوې وي.  

سویډن د روانې مياشتې په ۵مه نېټه د روسیې هغه غوښتنه رد کړه، چې د نارډ سټريم پروژې د نل ليکو د تخريب په اړه په تحقیقاتو کې برخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر ناریشکین د سپتمبر په ۳۰مه نېټه رسنیو ته ویلي، چې کره مالومات لري او نښې نښانې دا ښيي، چې د يادې پېښې تر شاه د لوېدیځ لاس شته.