په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۶۱۶ ميليونه او ۹۵۱ زرو څخه واوښت
CMG2022/10/07 11:10:33
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۶مه نېټه يو نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د همدې ورځې د ماښام تر ۳ بجو او ۴۵ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۴۶۶ زره او ۶۶۹ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۱۶ ميليونه، ۹۵۱ زره او ۴۱۸ ته رسېدلی دی.

راپور وايي، چې په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۵۴۳ تنه مړه شوي او عمومي شمېر يې ۶ ميليونو، ۵۳۰ زرو او ۲۸۱ ته رسېدلی دی.