د چين استازي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۱مه غونډه کې د امريکا په شمول ځينو هېوادونو کې پر لږکيو د قانون اجرا کوونکو ادارو تبعيض ته پاملرنه څرګنده کړه او ورڅخه يې غوښتنه وکړه، چې خپلو نژاد پرست او تبعيضي کړنو ته وگوري او د دوربان اعلاميه او د عملياتو پروګرام تطبيق کړي، څو د افريقايي الاصله امريکايي فرويډ د مړينې پېښې ته ورته تراژيدي بيا رامنځته نه شي.
د ۲۰۲۰م کال په مې کې افريقايي الاصله امريکايي فرويډ د امريکا د پوليسو د تشدد له امله ووژل شو، نوموړي د مړينې مخکې ويلي وو، چې "زه تنفس نه شم کولی". له دغې پېښې وروسته په امريکا کې د لويې پيمانې احتجاج او مظاهرې رامنځته شوې، خو د امريکا حکومت د دې پېښې له امله د تبعيض مسئلو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. د شمېرنې له مخې، د دغې پېښې له يو کال وروسته په امريکا کې پوليسو لږ تر لږه ۲۲۹ تنه افريقايي الاصله امريکايان وژلي دي. د روان کال له پيل راهيسې په امريکا کې د افريقايي الاصله امريکايانو پروړاندې د پوليسو د زور زياتي پېښو شمېر زيات دی.
د امريکا د اوهايو ايالت د اکرون ښار پوليسو د روان کال په جون کې پر افريقايي الاصله امريکايي جېلانډ والکير پدې بهانه څه باندې شپېته ډزې وکړې،چې ګواکې له ترافيکي اصولو يې سرغړونه کړې وه. په همدې مياشت کې په کونيکټيکوټ ايالت کې يوبل افريقايي الاصله امريکايي د پوليسو په موټر کې له تاوتريخوالي سره مخ او د زور زياتي له امله فلج شو. په جولای کې د ټينيسي ايالت په وکلانډ ښار کې پوليسو د افريقايي الاصله امريکايي برانډون کالوي د نيولو په وخت کې سخت ربړولی، سر يې تر پښو لاندې کړی او برقي شاک يې ورکړی دی.....دې ته ورته زياتې تراژيدۍ رامنځته شوې، چې په دې کړنو سره يې نړۍ ته د امريکا د بشري حقونو رياکارانه بڼې ښې په گوته کړې دي.
همدارنگه دا څرګنده ده، چې د امريکې ډیموکراسي د ولس د اساسي حقونو په تامين کې پاتې راغلې ده.
د افريقايي الاصله امريکايي اوسېدونکو پر وړاندې د زور زياتي قانون اجرا کول ولې دومره زيات دي؟ په حقيقت کې د امريکا په ټولنه کې د نژادپرستۍ، د غلامانو پېر او پلور، د انديانو د شړلو او وژلو د تور تاريخ اغېزې ډېرې ژورې دې، چې تر اوسه پورې د افريقايي الاصله امريکايي اوسېدونکو په شمول لږکي لا هم په سخت چاپېريال کې ژوند کوي او سپين پوستي ته د لومړيتوب ورکولو نظر هېڅکله نه دی ورک شوی.
د امريکا سياستوال ميچيل ټيسلير په اشارې سره ويلي، چې لا زيات امريکايان دا نظر لري، چې په پخوانيو ۵۰ کلونو کې د امريکا په نژادي چارو کې هېڅ رښتينی پرمختګ نه دی شوی، له ۲۰۱۳م کال څخه ۱۹ سلنې کسانو او تر ۲۰۲۰م کال پورې ۵۰ سلنې کسانو له دې سره موافقه ښودلې، چې د افريقايي الاصله امريکايانو پروړاندې د تبعيضي چلند موارد زيات شوی دی. په حقيقت کې په دغه هېواد کې نه یوازې د افريقايي الاصله امريکايانو، بلکې د اسيايي الاصله امریکايانو، مسلمانانو او نورو لږکيو حقه حقونه په بشپړه توګه نه دي تامين شوي او هغوی د زور زياتي له ګواښونو سره مخ دي.
د زياتو شننو او ارزونو له مخې، د امريکا حکومت يوازې د ټولټاکنو په وخت کې د تش په نامه د لږکيو حقونو ته پاملرنه کوي، هغوی په حقيقت کې د نژادپرستۍ د موجوديت سرچينې او د ميکانيزم د کمزورتيا مسئلو له حلولو سره علاقه نه لري. د نژادي تبعيض، د مختلفو کسانو د ښوونيزو چارو د سترو توپيرونو او د قانون اجرا کولو په ترڅ کې د نابرابرۍ په شمول مسئلې نه حل کېږي، نو د نژادي پرستۍ له امله سختې پېښې به حتماً په پر له پسې ډول رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۱مه غونډه کې، چې اوس روانه ده، ګډون کوونکو د امريکا له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د خپل هېواد په دننه کې دې د سيستماتيک نژادپرستي مسئلې د حلولو لپاره کوټلي گامونه پورته کړي. امريکا دې د نړيوالې ټولنې انتقاد واوري او په کور دننه دې د بشري حقونو حالت ښه کړي، د نژادي تبعيض قانون، تګلارې او تدبيرونه دې اصلاح کړي، د زور زياتي د قانون اجرا کولو پېښې پلټنې دې وکړي، د زور زياتي تر سره کوونکو ته دې سزا ورکړي او قربانيانو ته دې تاوان ورکړي.
کله چې امريکا د بشري حقونو په پلمه په نورو هېوادونو کې لاسوهنه کوي، بايد لومړی په کور دننه د بشري حقونو مسئلې حل کړي.