د سوداګرۍ نړيوال سازمان د ۲۰۲۳م کال د نړيوالې سوداګرۍ وړاندوينه کمه کړې
CMG2022/10/07 11:30:01
شريکول:

 د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اکتوبر په ۵ مه نېټه په يوه راپور کې وړاندوينه کړې، چې نړيواله سوداګري به د ۲۰۲۲م کال په دوهمې نيمايي کې د زياتوالي خوځنده ځواک له لاسه ورکړي او په ۲۰۲۳م کال کې به په زياتې اندازې کموالی وښيي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان اقتصادپوهانو د روان کال په اپريل کې وړاندوينه کړې وه، چې په ۲۰۲۳م کال کې به د مالونو نړيواله سوداګريزه وده ٪ ۳.۴ ته ورسېږي، خو په خپلې تازه وړاندوينه کې يې دغه شمېر ٪ ۱ ته راټيټ کړی دی.

د ياد سازمان اقتصادپوهانو همدارنګه وړاندوينه کړې، چې په ۲۰۲۳م کال کې به په نړيوالې اقتصادي ودې کې ٪۲.۳ زياتوالی راشي او دغه شمېر يې تر پخوانۍ وړاندوينې ٪ ۱ کموالی ښيي او دغه راز دا یې هم ويلي، چې په روان ۲۰۲۲م کال کې به د مالونو په نړیواله سوداګريزه اندازه کې ٪ ۳.۵ زياتوالی او په نړيوالې اقتصادي ودې کې به ٪ ۲.۸ زياتوالی راشي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان پدې نظر دی، چې د سون موادو، خوراکي توکو او کيماوي سرو د بيو د زياتېدو په خاطر ښايي مخ پر ودې هېوادونه د غلو دانو د خوندېتوب له خطرونو او د پورونو له ستونزو سره مخامخ شي.