د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د امريکا له خوا وړاندې شوې د شينجيانګ د پرېکړه ليک مسوده رد کړه
CMG2022/10/07 10:57:14
شريکول:

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا په خپلې ۵۱مې غونډې کې د امريکا له خوا د وړاندې شوې د شينجيانګ د پرېکړه ليک د مسودې په هکله رايګيري کړې او رد کړې يې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اکتوبر په ۶مه نېټه په یوې خبري ناستې کې د يادې مسودې په اړه ويلي، چې امريکا او ځينو نورو لويديځو هېوادونو بيا بيا د شينجيانګ د چارو د کارولو په پلمه پر چين بې بنسټه تورونه لګولي او د پرمختګ د مخنيوي هڅې يې کړې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، که څه هم دغو لوېديځو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر نورو غړو هېوادونو فشارونه اچولي، خو بیا هم ياده مسوده د شورا د زياترو غړو هېوادونو، په تېره بيا د ډېرو پرمختيايي هېوادونو له سخت مخالفت سره مخ شوې ده او په دې سره د امريکا او ځينو نورو لويديځو هېوادونو ناوړه نيت يو ځل بيا ناکام شوی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند پر دې ټينګار کړی، چې د شينجيانګ چارې په بشري حقونو پسې نه، بلکې د ترهګرۍ، افراطيت او بېلتون غوښتونکو ضد مبارزې چارو پسې اړونديږي. د چين د حکومت د ډېرو کوښښونو په نتيجه کې په شينجيانګ کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې هيڅ ترهګريزه پېښه نه ده شوې او د دې سيمې د بېلا بېلو قومونو د خلکو بشري حقونه تر ډېرې اندازې ساتل شوي دي.

نوموړي زياته کړې، چې د نړۍ د زياتو اسلامي هېوادونو په شمول نژدې سلو هېوادونو له تېرو څو کلونو راهيسې د ملګرو ملتونو په زياتو غونډو کې ويناوې کړي او خپل دريځ يې څرګند کړی او د شينجيانګ په چارو کې يې د چين له مناسب دريځ څخه ملاتړ کړی او د شينجيانګ په پلمه د چين په کورنيو چارو کې یې له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت ښودلی دی.

نوموړي زياته کړې، چې پر بشري حقونو د امريکا، بريتانيا او ځينو نورو لويديځو هېوادونو د تيري مسئلې د بشري حقونو شورا لپاره د توجه او بحث وړ دي.