په چک کې د اروپا د سياسي ګډې ټولنې د مشرانو لومړۍ غونډه ترسره شوه
CMG2022/10/07 11:29:24
شريکول:

د اروپا د سياسي ګډې ټولنې د مشرانو لومړۍ غونډه د اکتوبر په ۶ مه نېټه د چک په پلازمينې پراګ کې ترسره شوه.

د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو او د بريتانيې، ناروې، ترکيې او اوکراين په ګډون د ۱۷ هېوادونو او سيمو مشرانو په دغې غونډې کې ګډون کړی و او د اروپا د امنيت، انرژۍ، اقليمي بدلون او اقتصادي پرمختګ په شمول په ځينو موضوعاتو يې بحثونه کړي دي..

د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد چک صدراعظم پيټر فيالا دغې غونډې ته وينا کړې او هيله يې ښودلې، چې دغه غونډه د ګرد مېز د فورم په شان وڅرخېږي او ګډونوال يې د اروپا او نورو سيمو په روان وضعيت غېر رسمي خبرې اترې وکړي.

نوموړي په ټينګار ويلي، چې دغه غونډه د يوه نوي اروپايي سازمان د جوړولو هڅه نه کوي او د اروپا د اوسنيو همکاريزو لارو چارو ځای به ونه نيسي او نه به هم کوم رسمي پرېکړه ليک تصويب کړي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د روان کال په مې کې د اروپا راتلونکی نومي فورم د پای مراسمو ته په وينا کې وړانديز کړی و، چې اروپا دې سياسي ګډه ټولنه جوړه کړي او د بريتانيې او د اروپايي ټولنې د کانديدو هېوادونو په ګډون د اروپايي هېوادونو ترمنځ د نويو سياسي همکاريو لپاره دې نوې زمينه برابره کړي.

شنونکي په دې اند دي، چې اروپايي هيوادونه په ځينو سيمه ييزو مسئلو کې يوه خوله نه دي او نظرونه يې توپيرونه لري، نو ډېره ګرانه به وي، چې د يادې غونډې ګډونوال يوې ګډې موافقې ته ورسېږي او اروپايي سياسي ګډه ټولنه ښايي، يو داسې بېکاره کلب وګرځي، چې خبرې به يې د ستونزو په هوارولو کې هيڅ مرسته ونه شي کړای.