د روغتيا نړیوال سازمان تازه شمېرې ښيي، چې د منځنۍ اروپا پر وخت د اکتوبر د اوومې نېټې د مازيګر تر شپږو بجو او ۲۸ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۴۶۹ زره او ۸۹۲ زیاتوالی ښيي او پدې سره يې عمومي شمېر ۶۱۷ ميليونو ۵۹۷ زرو او ۶۸۰ تنو ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله ۱۴۹۲ کسان مړه شوي او پدې سره يې عمومي شمېر۶ ميليونو ۵۳۲ زرو او ۷۰۵ تنو ته رسېدلی دی.