امريکايي پوځ يو ځل بيا له سوريې څخه تېل غلا کړل
CMG2022/10/08 10:43:23
شريکول:

د سوريې دولتي خبري اژانس د اکتوبر په  ۷مه نېټه  خبر ورکړ، چې امريکايي پوځ يو ځل بيا له سوريې څخه تېل غلا کړل او د ۵۰ ټانکرونو په لوی کاروان کې یې په عراق کې خپلو نظامي اډو ته لېږدولي دي.

په خبر کې راغلي، چې امريکايي پوځ د سپتمبر په ۲۸ او ۲۹مه نېټه او دغه راز د اکتوبر په ۳مه او ۶مه نېټه په دوامداره توګه له سوريې څخه تېل غلا کړي  دي. د امريکا دغو کړنو د سوريې اقتصاد سخت زيانمن  کړی دی. د سوريې د بهرنيو چارو وزارت په اګست کې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنيت شورا نوبتي رئيس ته د پيغام په لېږلو سره ويلي، چې امريکايي پوځ له ۲۰۱۱م کال څخه د روان کال تر جون پورې په سوريې کې ناقانونه مېشت شوي او په سوريه کې يې طبيعي سرچينې استخراج او قاچاق کړي او له دې امله په سوريه کې د نفتو، طبيعي ګازو او کانونو په شمول د مستقيمو او غير مستقيمو زيانونو اندازه له ۱۰۷ ميليارډ او ۱۰۰ ميليونه ډالرو څخه اوښتې  ده.