د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ له سېلاب ځپلو پاکستانيانو ملاتړ څرګند کړ
CMG2022/10/08 10:53:05
شريکول:

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د اکتوبر په ۷ مه نېټه يو پرېکړه ليک تصويب او له سېلاب ځپلو پاکستانيانو څخه يې ملاتړ پکې څرګند کړی او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې د پاکستان له حکومت سره دې تر وسې پورې کومکونه وکړي.

په دغه پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې نړيواله ټولنه، په تېره بيا مرسته کوونکي هېوادونه، نړيوال پولي ارګانونه او اړوند نړیوال سازمانونه، خصوصي سکټورونه او ولسي ټولنې دې تر وسې پورې د پاکستان له حکومت سره مرستې وکړي، څو دغه هېواد ته د سېلابونو اغېزې او زيانونه کم او د بيارغونې اړتياوې پوره شي.

په دغه پرېکړه ليک کې پر دې ټينګار شوی، چې نړيواله ټولنه دې د بېړنیو مرستو له ورکولو وروسته د پاکستان وضعيت ته پرله پسې پاملرنه وکړي او د راتلونکې منځنۍ او اوږدې مودې لپاره دې د دغه هېواد د سېلاب ځپلو سيمو د بيارغونې او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې ورسره مرستو ته دوام ورکړي.