د چين د بهرنیو چارو وزارت ویانده: چين به په پرله پسې توګه د پرمختيايي هېوادونو لپاره ښه کارونه وکړي
CMG2022/10/08 18:12:33
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۸ مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز او د نړیوال پرمختګ وړانديز د پلي کولو چارې په سالمه توګه روانې دي او هېواد به يې د پرمختيايي هېوادونو لپاره زيات رښتيني او ښه کارونه ترسره کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيالې هوا چون اينګ پدې وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو کې د پاکستان، سريلانکا، تايلند او لاوس په ګډون د ۱۱ هېوادونو د هغو پيسو عکسونه خپاره کړي، چې په دغو هېوادونو کې د چين په همکارۍ د جوړ شوو بنسټیزو تاسيساتو انځورونه پرې چاپ شوي دي.

 د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ په خپلو خبرو کې دغه بنسټيز تاسيسات د چين ښکلې پېژندپاڼې او له پرمختيايي هېوادونو سره يې نمونوي همکاريزې پروژې بللې او ويلي يې دي، چې هېواد يې له پرمختيايي هېوادونو سره د خلکو د ژوند د ښه والي او د اقتصادي پرمختګ د پياوړتيا په برخو کې په همکارۍ او مرستې ژمن دی. دغه راز  ماونینګ زیاته کړه، په رښتيو کړنو مو هغه ژمنه، چې تل له پرمختيايي هېوادونو سره ولاړ یو، پوره کړې ده.

نوموړې همدارنګه په يو شمېر پرمختيايي هېوادونو کې د چين په همکارۍ د اړوندو پروژو تازه معلومات ورکړي دي. د هغې په وينا، په کمبوديا کې لومړی ګړندی سړک د اکتوبر په لومړۍ نېټه پرانيستل شوی، د سعودي عربستان په جازان کې يو نوی سوداګريز بندر ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او د اکتوبر په شپږمه نېټه د مالدېف په ويلانا هوايي ميدان کې يو نوی ترمينل هم  جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.