چين دوې سپوږمکۍ وتوغولې
CMG2022/10/08 14:26:36
شريکول:

د چين د شان شي ولايت د تای يوان ښار د سپوږمکيو توغولو مرکز، د اکتوبر په ۷مه نېټه په هوانګ سمندري سيمه کې له سمندر څخه د چانګ جنګ د يوولسم وړونکې توغندي په وسيله په بريالۍ توګه د ايس۵\ايس۶ دوې ازمويښتي سپوږمکۍ وتوغولې. 

دغه دوې سپوږمکې به په عمده توګه د سپوږمکيو له لارې د ټولې نړۍ د لارښوود سيستم د څارنې په چارو کې خدمت وکړي.

دا د چانګ جنګ په نامه د يو لړ وړونکو توغنديو ۴۴۱ م پرواز دی.