د چین د ترافيک او ټرانسپورټ وزارت شمېرنه ښيي، چې د دغه هېواد د ملي جشن په ۷ ورځنۍ رخصتۍ( د اکتوبر له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې) کې په ټول هېواد کې د بېلابېلو ترافيکي وسايلو په وسيله ۲۵۰ ميليونه مسافرين لېږدول شوي او په همدې موده کې ټولې ترافيکي او ټرانسپورټي چارې په سالمه توګه روانې وې.
د دغو شمېرو له مخې، په چين کې د اکتوبر له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې هره ورځ ۳۹ ميليونو ۱۲۲ زرو او ۶۰۰ موټرونو پر ګړنديو سړکونو تګ راتګ کړی. په همدې موده کې په ټول هېواد کې د اورګاډو، موټرونو، بېړيو او الوتکو په وسيله هره ورځ ۲۵۵ ميليونه،۵۴۱ زره او ۱۰۰ مسافرين لېږدول شوي او ورځنی شمېر يې ۳۶ ميليونه او ۵۰۶ زره ښودل شوی دی.