په شیځانګ کې د کلیوالو خلکو عایدات زيات شوي
CMG2022/10/08 10:44:14
شريکول:

د چين په شيځانګ سيمه کې د کليوالو اوسيدونکو د هر تن په سر د عايداتو زياتوالي سرعت په مسلسلو اوو کلونو کې د دغه هېواد د نورو سيمو په پرتله چټک دی.

د چين په شيځانګ خودمختارې سيمې کې د (په تېرو لسو کلونو کې شيځانګ) په نامه خبري ناسته کې دا معلومات ورکړل شوي، چې له ۲۰۱۲م کال راهيسې د شيځانګ په کليوالو سيمو کې د اوسيدونکو د هر تن په سر د عايداتو د زياتوالي سرعت په مسلسلو اوو کلونو کې د دغه هېواد د  نورو ځايونو په پرتله چټک ښيي او لومړی ځای يې نيولی دی.

په وروستيو کلونو کې شيځانګ د بزګرانو او مالدارانو د عايداتو د زياتوالي لپاره يو لړ تدبيرونه عملي کړي او په کليوالو سيمو کې يې د اوسيدونکو د هر تن په سر د عايداتو زياتوالي تمايل ښه ساتل  شوی دی.