د امريکا د ډيپلوماتيکو تګلارو ټولنې په وروستيو ورځو کې د يو راپور په خپرولو سره په امريکا کې له تګلارو طرح کوونکو څخه غوښتنه کړې، چې د چين په هکله ناسمې پيژندنې او تګلارې بدلې کړي او چین ته په سمه سترګه وګوري دغه راز په تجارتي او اقتصادي چارو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۸مه نېټه په دې اړه وويل، چې د چين او امريکا د خلکو غوښتنه همکاري ده او د دواړو هېوادونو همکارۍ يو بل ته ګټې رسولی شي.
وياندې ماو نينګ زیاته کړه، چې د امريکا د تګلارو جوړوونکي بايد د صنعتي او سوداګريزې ټولنې د شخصيتونو او کارپوهانو عيني اواز واوري، خو له همکاريو پرته د سيالې نظريې له مخې د چين او امريکا اړېکې دې نه حل کوي، د تش په نامه سمې سياسي نظريې په اساس دې د چين په هکله د تګلارو لارښوونه نه کوي ، يو د بل د درناوي کولو، په سوله کې د ګډ ژوند، د همکاريو او ګډو ګټو پر اصولو دې ټينګار وکړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ هڅونه دې وکړي.