د نارډ سټريم نل ليکو له تخريب وروسته امريکايي څارګره الوتکه څو څلې راڅرګنده شوې
CMG2022/10/09 14:55:14
شريکول:

رویټرز د اکتوبر په ۷ مه نېټه د الوتکو د پروازونو د مسلکي څارونکو ویبپاڼو د راپور په قول خبر ورکړی، چې د امريکا د سمندري پوځ يوه څارګره الوتکه د نارډ سټريم نل ليکو له تخريب وروسته څو ساعتونو کې څو ځله د دې پېښې په شاوخوا فضا کې راڅرګنده شوه.

رويټرز اژانس یاد خبر د امريکا د (رادار بکس) او د سويډن د( فلایټ رادار ۲۴) ویبپاڼو په حواله ورکړی او ويلي يې دي چې د يادې امریکايي څارګرې الوتکې د الوتنې نښه ترې ښکاري.

د امريکا د سمندري پوځ د اروپا او افريقا قومانداني وايي، چې دغه څارګره الوتکه يې د بالتيک سمندر په سيمه کې عادي څارګره دنده ترسره کړې او الوتنه يې د نارډ سټريم نل ليکو د تخريب له پېښې سره  تړاو نه لري.