د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۸ مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي، امریکا د سوريې او عراق له سرحدي پولې په تېرېدو سره د سوريې نفت غلا کړي او د عراق شمال ته يې ليږدولي دي، چې دا لوټماره ده او د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده. دغه وزارت د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه غوښتي، چې د امریکا کړنه وغندي او مخنيوی يې وکړي.
د سرويې د پټرول او کانونو وزارت د روان کال په اګست کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې هېواد يې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې هره ورځ کابو۸۰ زره او ۳۰۰ بيلره نفت توليد کړي او شاوخوا ۶۶ زره بيلره يې د امریکا او د دغه هېواد تر ملاتړ لاندې وسله والو ډلو لخوا له نيول شوو نفت لرونکو سيمو څخه غلا شوي دي.