د اکتوبر په نهمه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت نوبتي خبري ناسته تر سره شوه. د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د پاکستان د سيلابونو او له دې هېواد سره د چين د مرستو په هکله د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل: په پاکستان کې تر سيلابونو وروسته د چين مشرانو په هماغه لومړي وخت کې له پاکستاني مشرانو څخه د خلکو د حال واحول پوښتنه وکړه. اوس دواړه خواوې د مرستندويه توکو او د سيلاب ځپلو سيمو د بيا رغونې په هکله نژدې تماسونه لري. مونږ باور لرو چې پاکستانيان به خامخا له سيلابونو څخه ځان وژغوري او د چين او پاکستان ترمنځ دوستي به لا ټينګه شي.
(غاټول)