د امریکايي هېوادونو سازمان د ارجنټاین له خوا د مالویناس ټاپوګانو د بیا د حاکمیت بېرته اخیستلو ملاتړ کړی
CMG2022/10/09 15:01:56
شريکول:

 د امريکايي هېوادونو سازمان په ۵۲ مه غونډه کې ګډونوالو د اکتوبر په ۷ مه نېټه د یوه پرېکړه ليک په تصويبېدو سره  له ارجنټاينه ملاتړ څرګند کړ، چې د مالويناس ټاپوګانو حاکميت بېرته واخلي او له اړوندو خواوو څخه يې وغوښتل، چې جنجال دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د امريکايي هېوادونو سازمان پخوا هم ويلي و، د يادو ټاپوګانو د حاکميت د بېرته اخيستلو په اړه د ارجنټاين له «حقه حقونو» څخه د ملاتړ پرېکړه ليکونه تصويب کړي وو. د دغه سازمان سرمنشي الماګرو ويلي، چې د سيمې هېوادونه د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت په اړه يوه خوله دي او ټينګار يې کړی، چې په دغو ټاپوګانو کې د بريټانيا موجوديت د استعمار د پاتې کېدو معنا لري او دا د منلو وړ نه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۱ مه غونډه کې چې تازه پای ته ورسېده، ډېرو ګډونوالو له بريتانيا او نورو لوېديو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د استعمار تاريخ او خپلو جنايتونو ته بايد بيا کتنه وکړي او د خپلو تېروتنو د سمولو لپاره دې کوټلي اقدامات غوره کړي.