د اروپايي ټولنې د مشرانو غير رسمي غونډه د اکتوبر په ۷ مه نېټه د چک په پلازمينه پراګ کې ترسره شوه او ګډونوالو يې د انرژۍ بحران په مخنيوي بحثونه کړي، خو کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.
د اروپا کمېسيون رئيسې ون درليون له دغې غونډې وروسته په مطبوعاتي غونډه کې ويلي، دغه کمېسیون به په راتلونکو څو اوونيو کې د طبيعي ګازو او برېښنا بيو د دوامدار زیاتېدو پر وړاندې د مقابلې تفصیلي پلان جوړ کړي، څو دغه بيې په معقوله توګه کنټرول کړي.
همدارنګه نوموړې زياته کړه، ښايي د اروپا د طبيعي ګارو زېرمه د راتلونکي کال په پسرلي کې ختمه شي، نو دا ډېره مهمه ده چې دغه ټولنه په ګډه د طبیعي ګازو د اخيستلو پلان جوړ کړي.