د امريکا د نيويارک ښاروالۍ بېړنۍ وضعیت اعلان کړی
CMG2022/10/09 14:53:06
شريکول:

د امريکا د نيويارک ښاروال ايرېک ادمس د اکتوبر په اوومه نېټه اعلان کړی، دا چې په تېرو څو مياشتو کې ډېر کډوال د دې هېواد له جنوبي سرحدي سيمو څخه دغه ښار ته راليږدول شوي، چې شمېر يې د ښار له عادي ظرفيت څخه وتلی، نو ښاروالۍ يې اعلان کړی، چې په راتلونکو دېرشو ورځو کې به دغه ښار په بېړني حالت کې پاتې شي.

له اوږدې مودې راهيسې د کډوالو او مهاجرينو په هکله د امريکا د ډيموکراټانو او جمهوري غوښتونکو ګوندونو ترمنځ اختلافونه موجود و. د روان کال له اپرېل راهيسې څه باندې ۱۷ زره مهارجرين او کډوال له جنوبي امريکا څخه نيويارک ته ليږدول شوي دي.

(غاټول)