د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کميټې اوومه عمومي غونډه د اکتوبر په نهمه نېټه په بېجينګ کې پيل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو په استازيتوب دغې غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ او د ياد ګوند شلم ملي کانګرس ته د ۱۹مې مرکزي کميټې له خوا د وړاندې کېدونکي راپور د مسودې په هکله د يادې غونډې ګډوالو ته توضيحات ور کړل. دغه راز د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي وانګ هو نينګ د دې ګوند د مقرراتو د تعديل نامې د مسودې په هکله دغې غونډې ته توضيحات ورکړل.
(غاټول)