د چین د بهرنیو چارو وزارت ويانده : د چين د اقتصادي ودې مثبته بڼه نه بدلېږي او د ورخلاصون دروازه يې نه تړي
CMG2022/10/09 17:22:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۹ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د چين منځنۍ کلنۍ اقتصادي وده ٪ ۶.۶ ښودل شوې او د نړۍ په عمده اقتصادونو کې يې مخکښ ځای نيولی او دغه شمېر د نړۍ د منځنۍ کلنۍ اقتصادي ودې( ٪ ۲.۶ ) او د پرمختيايي اقتصادونو د منځنی کلنۍ اقتصادي ودې( ٪ ۳.۷) په پرتله ډېر زيات دی. د نړيوال اقتصاد لپاره د چين د خدمت کچه ٪ ۳۸.۶ ته رسېدلې چې د اوو هېوادونو ډلې تر عمومي خدمت هم زیات شوی دی. 

ماو نينګ وويل، چې تېر کال د چين جي ډي پي په نړيوال اقتصاد کې  ٪ ۱۸.۵ نيولې چې د پخوانيو لسو کلونو په پرتله ٪ ۷.۲ زيات دی. دغه راز په تېر کال کې د چين د بهرنې سوداګرۍ عمومي ارزښت ۶۹۰۰ مليارډه ډالرو ته رسېدلی، چې د  پخوانيو لسو کلونو په پرتله٪ ۵۶.۸ زیاتوالی ښيي. چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد او لومړی لوی سوداګريز هېواد په توګه خپل مقام ساتلی دی.

هغې زیاته کړه، چې د چين د اقتصادي ودې مثبته بڼه نه بدلېږي او د ورخلاصون دروازه يې نه تړي.