چين: نړيواله ټولنه دې د پاکستان له سيلاب ځپلو سيمو سره مرستې وکړي
CMG2022/10/09 14:52:19
شريکول:

په م.م کې د چين دايمي استازي او سفير وانګ هونګ بو د اکتوبر په اوومه نېټه د پاکستان د سيلابونو په اړه د م.م د عمومي اسامبلۍ د پرېکړه ليک تر تصويبېدو وروسته وينا وکړه او هيله يې وښوده، چې نړيواله ټولنه د دې پرېکړه ليک په رڼا کې له پاکستان سره مرستې وکړي.

هغه زیاته کړه، چې په پاکستان کې له سيلابونو وروسته چينايي مشرانو د دغه هېواد له مشرانو څخه د سیلاب ځپلو د حال احوال پوښتنه وکړه او حکومت يې دغه هېواد ته ډېرې بېړنۍ مرستې برابرې کړې دي. چين به له اړوندو خواوو سره يو ځای له پاکستان سره بېړنيو مرستو ته ادامه ورکړي او د دې هېواد د سيلاب ځپلو د ژغورنې او د بيارغونې له کارونو څخه ملاتړ کوي.

د اکتوبر په اوومه نېټه د م.م عمومي اسامبلۍ د يوه پرېکړه ليک په تصويبولو سره په پاکستان کې له سيلاب ځپلو وګړو او د دې هېواد له حکومت څخه ملاتړ څرګند کړ. ياد پرېکړه لیک له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې تر خپلې وسې پورې له پاکستاني حکومت څخه ملاتړ وکړي تر څو د سيلابونو منفي اغيزې کمې شي او د اړوندو سيمو د بيا رغونې اړتياوې پوره شي.(غاټول)