چين: د امريکا تګلاره جوړونکي دې معقول او عيني نظرونه واوري
CMG2022/10/09 14:54:08
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په اتمه نېټه ويلي، چې د امريکا تګلاره جوړونکي دې د دې هېواد د صنايعو، سوداګرۍ او علمي ټولنو معقول او عيني نظرونه واوري او د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند کولو او د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو اصول دې مراعات کړي او د سالم او ثابت پرمختګ مدار ته د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د بيا ستنېدو لپاره دې هڅې وکړي.

د خبريال پوښتنه دا وه: د امريکا د ډيپلوماتيکو تګلارو ټولنې(( د امريکا سوداګريز فرصتونه او چين سوداګريز فرصت دی) ) راپور خپور کړی او له تګلاره جوړونکو څخه يې غوښتنه کړې، چې د چين په مقابل کې دې ناسم نظرونه او تګلاره بدله کړي او چين ته او همدارنګه له دغه هېواد سره اقتصادي همکاريو ته دې سم وګوري. په دې اړه د چين نظر څه دی؟

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ ويلي، چې په دغه راپور کې ځيني نظرونه د پاملرنې وړ دي، د بېلګې په توګه د چین او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې نږدې او پياوړې شوې او پر چين د امريکايي تصديو باور لاټينګ شوی دی. چين د امريکا لپاره مهم سوداګريز فرصت دی او له چين څخه د امريکا له خوا د ګمرکي مالياتو اخيستل نه يوازې چین ته، بلکې ځان ته هم زیان رسولی دی. نو په راپور کې راغلي، چې امريکا يوازې په عيني توګه د چين پرمختګ ته وګوري، نو د چين په اړه به سمه تګلاره او ډيپلوماتيکه پاليسي جوړولی شي.

(غاټول)