د بشري حقونو شورا کې د شينجيانګ په اړه د امريکا لخوا وړاندې شوې مسوده تصويب نشوه
CMG2022/10/09 15:29:32
شريکول:

د اکتوبر په ۶مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۱مې غونډې ګډونوالو د شينجيانګ مسئلې په هکله د امريکا لخوا د وړاندې شوي پرېکړه ليک د مسودې په هکله رايګيري وکړه، خو تصويب نشوه. د شينجيانګ مسئلې په هکله دغه تش په نامه مسودې د درواغو خبرو او د امريکا په شمول د ځينو لويديځو هېوادونو دسيسه وه او د بشري حقونو په شورا کې يې د رايو اکثريت نه دی تر لاسه کړی او تصويب نشوه او ثابته شوه چې حقيقت به هرومرو دروغو ته ماتي ورکړي.

امريکا او ځيني لويديځ هېوادونه د چين په شينجيانګ کې د پرمختګ حقيقت نه ګوري

دا کومه نوې خبره نه ده چې امريکا او ځيني لويديځ هېوادونه غواړي چې د درواغو خبرو له لارې د شينجيانګ د ادارې تګلارې بدنامې کړي او پر شينجيانګ د بشري حقونو د مسئلې په پلمه تور ولګوي او چین ته دښمنان پيدا کړي. امريکا د شينجيانګ د بشري حقونو چارې د چين پر ضد د يوې وسلې په توګه ګڼي او د وسلې په توګه استفاده ترې کوي، خو په حقيقت کې دا يوازې د درواغو خبرو تکرار دی.

چين څو څو ځلې د اسلامي هېوادونو په شمول د بېلا بېلو هېوادونو ډيپلوماتانو او مطبوعاتي شخصيتونو ته بلنه ورکړې، چې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړي. زياتو ډيپلوماتانو او رسنيو استازو چې شينجيانګ ته تللي، د دې

سيمې د خوندي چاپيريال، اقتصادي پرمختګ او فرهنګي سمسورتيا ستاينه يې کړې. د افغانستان پخواني ډيپلومات سلطان احمد بهين څو ځلې له شينجيانګ څخه ليدنه کړې او د یادې سیمې ځايي طبيعت او فرهنګ ډېر خوښوي. هغه وويل، هر ځل يې چې شينجيانګ ته سفر کړی، د دغه ځای نوي بدلونونه يې ليدلي، ښارونو پرمختګ موندلی، نوي سړکونه د جوړېدو په حال کې و، زيات ښکلي کورونه جوړ شوي او د اوسيدونکو د ژوند د لوړېدو په حال کې وه. د چين څو ولايتونو د شينجيانګ د کاشغر د پرمختګ په چارو کې مرسته کړې او ځايي اوسيدونکو ته يې زيات کاري فرصتونه برابر کړي.

د امريکا او د ځينو لويديځو هېوادونو هغو سياستوالو چې دروغ خبرې يې جوړې کړې، هيڅکله يې شينجيانګ ته سفرونه نه دي کړي. دوی نه غواړي چې د شينجيانګ پرمختګ وګوري، په شينجيانګ کې د اوسيدونکو امن چاپيريال څخه انکار کوي، ځکه چې حقيقت د دوی له دسيسې سره سمون نه لري. خو دا يو څرګند حقيقت دی، چې د شينجيانګ اوسيدونکي په سوله یيز او باثباته چاپيريال کې کار کوي او اقتصاد پرمختګ کوي.

امریکا نشي کولای چې د شينجيانګ د بشري حقونو له مسئلې د چين د بدنامولو لپاره د وسلې په توګه استفاده وکړي

امريکا بشري حقونه د جګړې پيلولو پلمه او د نورو هېوادونو د بدنامولو وسله ګڼي. امريکا خپله بشري حقونو ته رښتيني پاملرنه کوي؟ امريکا په کور دننه او د جګړې په پيلونکو هېوادونو کې هېڅکله د بشري حقونو موضوع ته پاملرنه نه ده کړې او دوه ګونه چلند کوي، حتې په افغانستان، سوريې او ځينو نورو هېوادونو کې يې ښکاره بشري حقونه تر پښو لاندې کړي. خو امريکا غواړي د شينجيانګ د بشري حقونو په هکله د درواغو خبرو جوړولو له لارې پر چين تور ولګوي، چين به هېڅکله ورسره موافقه ونه کړي. د چين حکومت د شينجيانګ خلکو ژوند ته پاملرنه کوي او د شينجيانګ د پرمختګ لپاره واقعي هلې ځلې کوي.

کله چې امريکا د شينجيانګ مسئلې په هکله د پريکړه ليک مسوده د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته وړاندې کړه، د دغه شورا اکثرو غړو د امريکا هدف په ښه توګه پيژندلی. د کيوبا استازي دې ته په اشارې سره وویل، چې د دې مسودې موخه چين دی او په حقیقت کړې لويديځ هېوادونه غواړي د بشري حقونو په پلمه خپله سياسي موخه تر لاسه کړي. د وینزويلا استازي په خپله وينا کې  وویل، چې دغه مسوده د چين په مقابل کې د امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو دسيسه ده. هغه هېوادونو چې باداري لټوي، د بشري حقونو په پلمه يې ياده خطرناکه کړنه کړې ده.

چين او اکثره هېوادونه د امريکا واقعي څېره پېژني او پوهېږي چې امریکا بشري حقونه د وسلې په توګه کاروي. که امريکا بيا د چين د پرمختګ مخنيوي لپاره د بشري حقونو وسلې وکاروي، بې له شکه ځان به مسخره کړي، نړۍ غواړي چې امريکا دې په کوردننه د بشري حقونو زياتو مسئلو ته په سمه پام وکړي او پر نورو هېوادونو د ځان له امله رامنځته شوي د بشري حقونو مسئلې حل کړي، تور ته سپين او سپين ته دې تور نه وايي او چين دې نه بدناموي.