د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په ۹مه نېټه د خپل هېواد د پلټنيزې کمېټې رئيس الکسندر باستريکن د اړوند رپوټ تر اورېدو وروسته د کريميا پل چاودنه د اوکراين د استخباراتو ادارې پلان او پلی شوی ترهګريز بريد بللی او موخه يې ملکي بنسټيز تاسيسات وو.
د روانې مياشتې په ۸مه نېټه د کريميا پل ته چاودنه ورکړل شوې ده.
الکسندر باستريکن ولسمشر پوتين ته د يادې چاودنې په اړه د پلټنې معلومات وړاندې کړي او ويلي يې دي، چې پلټونکو د چاودېدونکو توکو بار لارۍ د تګ لار، د لارۍ مسؤل، د دغه بريد پلانوونکي او بريدګر تائید او پېژندلي دي.
(مينه)