چين د ۲۰۲۲ کال د نوښت په نړيوال شاخص کې ۱۱م ځای خپل کړی
CMG2022/10/10 11:41:36
شريکول:

د چين د پوهې د ملکیت حق دولتي ادارې ويلي، چې له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې يې د پوهې د ملکيت حق ۳ ميلیونه او ۹۵۳ زره غوښتنليکونه تصویب کړي، چې دغه رقم په کلني اوسط ډول ۱۳.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

يادې ادارې ويلي، چې د ثبت شويو سوداګريزو نښو شمېر يې ۳۵ ميليونه او ۵۶۳ زرو ته رسېدلی، چې دغه شمېر يې بیا په کلني منځني ډول ۲۵.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

يادې ادارې زياته کړې، چې د ۲۰۲۲م کال تر سپتمبر پورې، د چين د امتيازي حقونو (patent) شمېر ۴ ميلیونه او ۸۱ زرو ته او د اعتبار وړ سوداګریزو نښو شمېر يې ۴۱ ميليونه او ۵۲۳ زرو ته رسېدلی دی.

چين د ۲۰۱۲م کال د نړیوال نوښت د شاخص په راپور کې ۳۴م مقام درلود او په سږني شاخص کې ۱۱ مقام ته راغلی دی.

ياد نړيوال راپور وايي، چې په چين کې په تېرې لسیزې کې د پوهې د ملکيت حق د ساتنې چارو ښه وده کړې او د منځني او لوړ عاید لرونکو اقتصادونو په منځ کې يې لومړی مقام خپل کړی دی.

(ژباړه: شکريه)