امریکایی رسنیو په خپلو وروستيو راپورونو کې ويلي، چې په امريکا کې د مانکي پوکس ويروس په خپرېدو دی او په دغه هېواد کې د لاتیني الاصله ناروغانو شمېر د سپین پوستو په پرتله د پام وړ لوړ او د واکسین کولو کچه يې د سپین پوستو په پرتله خورا ټیټه ده.
راپورونه وايي، چې د بېزو تڼاکې ناروغي یا مانکي پوکس په امريکې کې د نژادي نابرابرۍ ښه څرګندويي کوي.
د مالوماتو له مخې، سپین پوستي امریکایان د مانکي پوکس په اونيز راپور کې له ۳۰ سلنې څخه کم وي، خو نږدې نيمايي نفوس ته يې د دې ناروغۍ د واکسین لومړی دوز تطبیق شوی دی.
راپورونه وايي، چې تر اوسه یوازې ۲۰ سلنه لاتیني الاصله امريکايانو ته د مانکي پوکس واکسین تزریق شوی دی.
نیویارک د بدني او رواني روغتيا ادارې په وینا، د سږ کال د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې، لاتیني الاصله پر مانکي پوکس د اخته کسانو په شمېر کې ۳۴ سلنه نيسي.
د لاس انجلس د عامې روغتیا ریاست ويلي، چې پر مانکي پوکس اخته لاتیني ناروغان د دې ښار په ناروغانو کې ۴۵٪ سلنه جوړوي.
(ژباړه: شکريه)