د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټریش د اکتوبر په ۹مه نېټه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې هایتي ته له بشري بحران سره د مبارزې په پار یوه مسلکي نړیواله پوځي ډله وليږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په همدې ورځ یوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې په هایتي کې امنیتي وضعیت ترینګلی ياد شوی دی.
اعلاميه وايي، چې هايتي کې د کولرا ناروغي هم په سختېدو ده.
اعلاميه زياتوي، چې انټوني ګوټریش د هایتی وضعیت له نږدې څاري او د امنیت شورا پر غړو هېوادونو يې غږ کړی، چې د هایتي حکومت پر غوښتنې غور وکړي او دغه هېواد ته دې یوه مسلکي نړیواله پوځي ډله وليږي، چې له ځايي بشري بحران سره مقابله وکړي.
(هیله)