د چين د بهرنيو چارو وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۹مه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې بېجينګ د نړۍ په نورو هېوادونو کې د واشنګټن د هرې پلمې له لاسوهنې او د ډيموکراسۍ او حقونو په پلمه د رنګينو انقلابونو له راپورته کولو سره ټينګ مخالفت کوي.
د مالوماتو له مخې، امريکې په دې وروستيو کې د خپل کورني قانون پر بنسټ د ايران پر ځينو چارواکو بنديزونه اعلان کړي او ګواښ يې کړی، چې پر دغه هېواد به نور بندیزونه هم ولګوي.
د ايران حکومت پر امريکې د کورنيو مخالفتونو د راپورته کولو تور لګولی دی.
(مينه)