برېټانوی کارپوه: د چين د تېرو لسو کلونو برياوو د نړيوالې ټولنې ملاتړ راخپل کړی
CMG2022/10/10 15:00:08
شريکول:

د برېټانيا د کامبرېج پوهنتون لوړ پوړي څېړونکي او کارپوه مارټين جاکوي د روان ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د چين مېډيا ګروپ له خبريال سره يوه ځانګړۍ مرکه کې وويل، چې چين له تېرو لسو کلونو راهيسې د اقتصاد، ټولنې او نورو زياتو برخو کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي او دغو لاسته راوړنو د نړيوالې ټولنې ملاتړ او ستاينې تر لاسه کړې دي. چين له اوږدې مودې راهيسې د يو لوی او مسولانه هېواد سبک ښودلی، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په موخه يې د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز په شمول نور زیات ورته وړاندیزونه، وړاندې کړي او د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره يې ګټورې نظريې او پلانونه برابر کړي دي.

د مارټين جاکوي په اند، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په مبارزه کې د چين هراړخيز برياليتوب ډېر مهم ارزښت لري او د نورو هېوادونو لپاره يې ښه نمونه وړاندې کړې ده. هغه وويل، چې چين د نړۍ نورو هېوادونو ته هغه څرګند پيغام استولی، چې بېوزلي تلپاتې معضله نه ده، بلکې د مبارزې او له منځه وړلو وړ ده.

مارټين جاکوي دې ته په اشارې سره وويل، چې چين د شديدې بېوزلۍ د له منځه وړلو تر څنګ دوامدار اقتصادي پرمختګ ساتلی او په تېرو لسو کلونو کې يې په لوړه کچه او پیمانه د کيفيت د لوړوالي په لوري د اقتصادي پرمختګ بدلون رامنځته کړی، په تېره بيا د پرمختللي ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې يې د پام وړ پایلې تر لاسه کړې دي.

نوموړي څېړونکي زياته کړه، چې پر يادو اقتصادي او ټولنيزو لاسته راوړنو سربېره، چين د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې ډېرې هڅې کړې او په دې برخه کې د نړۍ سرمشق ګرځېدلی دی. نوموړي وويل، چې د چين د دغې مودې اقتصادي پرمختګ ته د بيا کتنې په وخت کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين لوی برياليتوب د يادولو وړ هم دی. د چين لوی نفوس ته په کتو،  دغه هېواد ډېر ستر برياليتوب تر لاسه کړی، چې پر کرونا وبا د اخته کېدنې انډول او د دې وبا له امله د مړينې انډول يې په ټيټه کچه کې کنټرول او ساتلی دی.

 نوموړي د کرونا وبا ضد مبارزه کې چين د نړۍ تر ټولو بريالی هېواد بللی.

مارټين جاکوي وويل، چې د چين د دولت رييس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوي د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکوره د ټولو انسانانو د ګډو ارزښتونو مرکز دی. د پېچلې او بدلېدونکې نړۍ پر وړاندې بايد د نړيوالو د يووالي لپاره لار پيدا شي او د همکاريو او ګډو ګټو له لارې دې د ګردې نړۍ پرمختګ رامنځته شي. د اقليمي بدلون په شمول د ځينو نړيوالو ننګونو ضد مبارزې د يو هېواد پر هڅو بسيا نه دي او د بېلابېلو هېوادونو همکاريو ته اړتيا لري. دغه راز د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکورې د نړيوالو همکاريو لور روښانه کړی دی.

چين د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو د اصولو پر اساس د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ډېرې هڅې کړې دي. مارټين جاکوي وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز د دغې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره مهم فرصتونه زېږولي دي.

نوموړي وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز د چين لخوا وړاندې شوی او د بېلابېلو هېوادونو د ګډون لپاره ستر پلان دی. دغه طرح د اسيا او اروپا د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره زمينه برابره کړې او د چين او د يو کمربند او يوې لارې د برخوالو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره نوی فرصت دی. د ده په اند، د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز د چين لپاره د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا او د خپلو نړيوالو اغېزو د ښودلو لپاره ډېر مهم اقدام دی.

مارټين جاکوي دې ته په اشارې سره وويل، چې ټولې نړۍ د چين د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې ليدلې او د دغو لاسته راوړنو ملاتړ او ستاينې يې څرګندې کړې دي.