د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د اکتوبر په ۹مه نېټه په یوې خبري ناستې کې په تېرې لسيزې کې د نړیوال اقتصاد په پرمختګ کې د چین خدمتونه معرفي کړل او و یې ویل، چې هېواد به یې د نړیوال اقتصاد د پياوړې، دوامدارې او برابري ودې لپاره نورې مثبتې انرژۍ هم برابرې کړي.
د چین د شمېرنې ملي ادارې څو ورځې مخکې یو راپور خپور کړی، چې له مخې يې په تېرو لسو کلونو کې د نړیوال اقتصاد په پرمختګ کې د چین منځنۍ خدمتي اندازې لومړی نړيوال ځای خپل کړی دی.
په داسې حال کې، چې د نړیوال اقتصاد پر وړاندې د ناثباتۍ عوامل په زياتېدو او د کرونا وبا منفي اغېزې په پراخېدو دي، د چین ثابت اقتصادي پرمختګ د نړیوال اقتصاد لپاره اغېزمن خدمتونه کړي دي.
(هیله)