چين د بېجينګ په وخت د اکتوبر د نهمې نېټې د سهار په ۷ بجو او ۴۳ دقیقو د دغه هېواد د جيو چوان د سپوږمکيو توغولو له مرکز څخه د(CZ-2D) راکټ په مټ د لمر اکتشافي سپوږمکۍ(ASO-S) له ځمکنۍ کرې ۷۲۰ کيلومتره لرې فضايي مدار ته وتوغوله.
د دغې سپوږمکۍ د جوړولو مشر ساینس پوه ګان وی چون وايي، چې دغه سپوږمکۍ به د څلورو کلونو لپاره په فضايي مدار کې پاتې شي او د علمي کارونو د پېل په درشل کې به هره ورځ کابو ۵۰۰ جي بي ډېټاګانې ځمکنۍ کرې ته واستاوي او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له ساينس پوهانو سره به يې شريکې کړي، څو دوی د لمر د فعاليتونو قوانين او د انسانانو پر ژوند يې اغېزې وڅېړي.