په نایجریا کې د یوې کښتۍ د چپه کېدو له امله ۷۶ کسان مړه شوي
CMG2022/10/10 10:24:57
شريکول:

د نایجریا ولسمشرۍ ماڼۍ د اکتوبر په ۹مه نېټه په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د دې هېواد د جنوبي انامبرا ایالت په اوګبلو سیند کې يوه کښتۍ ‌اوښتې، چې له امله يې ۷۶ کسان مړه شوي دي.

اعلاميه وايي، چې په دغې کښتۍ کې ۸۵ کسان سپاره وو، چې د سيند د زورورو او سختو څپو له امله ډوبه شوې ده.

د ځينو مړو جسدونه لا هم په اوبو کې تری تم دي.

د نایجریا ولسمشر محمد بوهاري پر مړه شویو کسانو خواشيني څرګنده کړې او د هېواد د ژغورنې ادارې يې غوښتي، چې په اوبو کې د ورکو کسانو جسدونه ومومي.

 (هیله)