په بامیانو ولایت کې د ښامار دره
CMG2022/10/10 15:48:20
شريکول:

 په بامیانو ولایت کې دره اژدها د (ښامار دره) د بامیانو ولایت د مرکز په اته کیلو مترۍ کې دغه ځای؛ د ښامار درې په نوم یادېږي. د افسانوي کیسو او د سیمې د خلکو په خبره دغه ۱۲ متره لوړ، اته متر پلن او ۲۴۰ متره اوږد دېوال په اصل کې په ډېرو پخوا زمانو کې ښامار و او خلک به یې ژوندي تېرول، چې بیا وروسته په دغه ډول ډبره باندې بدل شوی دی. چې د سترګو له ځای څخه یې اوس هم د دوو چینو په څېر تازه اوبه راوځي. البته دا یوه افسانوي کیسه ده، خو تاسو هم کولای شی په دې اړه خپل نظر را سره شریک کړئ.