د مونتينيګرو ولسمشر ميلو دجوکانويچ د اکتوبر په لسمه نېټه د دغه هېواد په پلازمينې پودګويچا کې ويلي، چې د مونتينيګرو او چين ترمنځ عنعنوي دوستي ژورې رېښې لري او اوس دواړه هېوادونه د پاکې انرژۍ او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخو کې د خپلمنځي همکاريو ډېر امکانات لري.
نوموړي په همدې ورځ په مونتينيګرو کې د چين د نوي سفر فان کون د باورليک د منلو په ترڅ کې ويلي، چې مونتينيګرو او چين ټينګه دوستي لري او يو له بل څخه د پرمختيايي لارې د انتخاب ملاتړ کوي.
مونتينيګرو د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري، له چين سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري.
نوموړي زياته کړې، چې مونتينيګرو او چين د اقتصاد، سوداګرۍ، کلتور او ښوونې په برخو کې ښې لاسته راوړنې او خپلمنځي همکارۍ يې ښې پایلې لري.
نوموړي ويلي، چې دواړو هېوادونو د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د همکاريز ميکانيزم په چوکاټ کې د جنوب - شمال پوخ سړک د ابادۍ همکاريزه پروژه بشپړه کړې او اوس د پاکې انرژۍ او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو فرصتونه زيات شوي دي.