د چين د بهرنیو چارو وزارت ويانده: د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې د نمونوې پروژې په توګه ابادوو
CMG2022/10/11 15:42:02
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۱۰ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې هېواد يې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې د نمونوي پروژې په توګه ابادوي.

په دغې مطبوعاتي غونډې کې يوه خبريال له ماو نينګ پوښتنه وکړه، چې راپورونه وايي، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د انرژۍ پروژو په پاکستان کې تر دې دمه ۴۶زره کاري فرصتونه برابر کړي دي، چين دا څنګه ارزيابي کوي؟ 

وياندې ماو نينګ پدې اړه وويل، چې بېجينګ اړوند راپور ته پاملرنه کړې، د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې له مهمو او لومړيو پروژو څخه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې زمانې د همکاريو نمونوي پروژه ګڼل کېږي. په پاکستان کې د انرژۍ پروژو د اقتصادي دهليز تر ټولو زیات پرمختګونه ترلاسه کړي، چې نه یوازې پاکستان ته يې پاکه، ثابته او د ښې کواليټۍ انرژي برابره کړې، بلکې د دغه هېواد خلکو ته يې ګڼ شمېر کاري فرصتونه هم برابر کړي دي.

نوموړې زياته کړه، چې چين به له پاکستان سره يوځای د ګډې سلامشورې، ګډې ابادۍ او ګډ شراکت د اصولو پر اساس خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز به د يو کمربند او يوې لارې د نمونوې پروژې په توګه داسې اباد کړي، چې نه يوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د سيمې او نورو هېوادونو خلکو ته به يې هم زياتې ګټې ورسيږي.