چين: د ټوپک په اړه د زورزياتي د مخنيوي توان د امريکايي ډيموکراسۍ او بشري حقونو د ارزونې مهم معيار دی
CMG2022/10/11 15:17:12
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په لسمه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې ويلي، چې د ژوند حق په بشري حقونو کې لومړيتوب لري.

نوموړې ويلي، چې د ډزو د پېښو او زورزياتي د مخنيوي وضعيت او د لږکيو د حقونو د خونديتوب کچه د امريکايي ډيموکراسۍ او بشري حقونو په اړه د نړيوالې ټولنې د ارزولو مهم معيار دی.

د امريکا د ناروغيو د کنټرول او وقايې مرکز په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې له ۲۰۲۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې په امريکا کې د ډزو پېښو شمېر ۸ سلنه زياتوالی ښودلی او د تېرې پېړۍ له ۹مې لسيزې راهيسې يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

ماو نينګ د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې چين دغه راپور کتلی او هم يې هغو معلوماتو ته پاملرنه کړې، چې د ټوپک تاوتريخوالي ارشیف(Gun Violence Archive) ویبپاڼې خپاره کړي دي.

يادې ویبپاڼې ويلي، چې د روان کال له پيل څخه د سپتمبر تر ۲۶مې نېټې پورې په امريکا کې د ډزو د هغو پېښو شمېر ۵۰۰ ته رسېدلی، چې په هرې پېښې کې لږ تر لږه ۴ تنو ته مرګژوبله اړول شوې ده.

د مالوماتو له مخې، د روان کال د سپتمبر له پای راهيسې د امريکې  په ټيکساس، ماريلنډ او اريزونا ايالتونو کې د ډزو مسلسلې پېښې شوي او ګڼو خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.