د چين د انسان وړونکو فضايي چارو انجينرۍ دفتر خبر ورکړی، چې هغه درې چيني ستورمزلي (چن دونګ، لیو يانګ، څای شيو جه) چې اوس په لرې فضا کې د چين د (تيان ګونګ)فضايي سټېشن په جوړولو بوخت دي، د بېجینګ په وخت به د اکتوبر د ۱۲ مې نېټې د ماسپښين په دريو بجو او ۴۵ دقيقو په انلاين ډول د ځمکنۍ کرې تنکيو ځوانانو ته فضايي درس ورکړي او چين مېډيا ګروپ به دغه لوست ته په ژوندۍ بڼه پوښښ ورکړي.
د معلوماتو له مخې، ياد درې ستورمزلي به د فضايي درس پر مهال تنکيو ځوانانو ته د چيني فضايي سټېشن په (ون تيان) لابراتوار کې د کار او ژوند صحنې او په فضا کې د اوبو څښلو، د نباتاتو روزلو او داسې نورو محتوياتو په اړه يو لړ علمي ازموينې وښيي، فضايي مالومات به ورسره شريکې کړي او له ساينس سره د دغو ځوانانو ليوالتيا به را وپاروي.
چيني ستورمزلو پخوا دوه ځلې د فضا په اړه ورته درسونه ورکړي وو.