د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په لسمه نېټه د اطريش د ولسمشر په توګه د الکسندر ون دير بيلن د بيا ټاکل کېدو په پار نوموړي ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې هغه د چين او اطريش ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له خپل اطريشي سيال ون ندير بيلن سره د دواړو هېوادونو د دوستانه او ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره ګډې هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.