د روسيې د سنا مجلس د ملي دفاع او امنيت کمېټې مشر ويکټور بونداريف د اکتوبر په لسمه نېټه ويلي، چې د اوکراين د انرژۍ، نظامي چارو او مخابراتو پر تاسيساتو د روسي ځواکونو لوی بريدونه د روسيې د ځانګړو پوځي عملياتو د نوې مرحلې د پېل نښه ده.
روسیې دغه بريدونه پر کريميا پل له چاودنې وروسته پيل کړي دي.
ويکټور بونداريف زياته کړې، چې د روسيې ځواکونه به د بريدونو په نوې مرحلې کې لا پرېکنده اقدامات غوره کړي.
د روسيې ځواکونو د اکتوبر په لسمه نېټه ويلي، چې په همدې ورځ يې د اوکراين پر هدفونو د لويې پيمانې بريدونه کړي او په زياتو ځايونو کې يې د اوکراين د ځواکونو حملې شنډې کړي دي.
د اوکراين ځواکونو بيا ويلي، چې د روسيې د ځينو توغنديو او بې پېلوټه الوتکو مخه يې نيولې او په زياتو ځايونو کې يې روسي ځواکونه پر شا تمبولي دي.