د واشنګټن تسلط بیا ناکام شو
CMG2022/10/11 16:00:35
شريکول:

اوپيک سازمان پرېکړه وکړه چې د روان ۲۰۲۲م کال د نومبر میاشتې څخه به د اومو نفتو ورځني تولید کچه ۲۰۰ میلیونه بیلره کمه کړي. واشنګټن په دې اړه ډېره ناخوښي څرګنده کړه. څرنګه چې د امریکا ولسمشر جوبايډن د نفتو له څو عمده تولیدوونکو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د اومو نفتو تولیدي اندازه زیاته کړي، څو بیې ټيټې شي او د انفلاسیون کنټرول لپاره له امریکې سره مرستې وشي. خو د اوپیک یاده پرېکړه د واشنګټن له هیلې سره ټکر کوي. 

ولې اوپيک سازمان د اومو نفتو د تولیدي اندازې د کمولو پرېکړه وکړه؟ شنونکي په اشارې سره وویل، چې یوه خوا، په نړیوال بازار کې د نفتو بیه ټيټه شوې او د تېلو  تولیدوونکو هېوادونو عایدات او ګټې کمې شوې دي. دوی اندېښمن دي چې د تېلو بیه په دوامداره توګه ټیټه شي، نو دوی غواړي د توليدي اندازې د کمولو له لارې د تېلو بیه مطلوبه وساتي. بله خوا، اوس د نړیوال اقتصاد په راتلونکي کې د بې ثباتۍ عوامل زیاتېږي او د تېلو تقاضا ښايي نوره هم کمه شي. د تېلو بیه د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو په شمول د اوپيک سازمان د غړو هېوادونو اقتصادي شریان دی، نو دوی د خپلو ګټو د ساتلو لپاره یاده پرېکړه کړې ده. 

خو دغه پرېکړه يې د واشنګټن د ناخوښۍ سبب وګرځېده، څرنګه چې د امریکې چارواکو له څو میاشتو راهیسې د انرژۍ بیې د لوړېدو د مخنیوي لپاره ډېر کوښښونه کړي او و يې غوښتل د منځني پړاو تر ټولټاکنو مخکې د لوړې کچې انفلاسیون کنټرول کړي. خو د اوپیک لخوا د اومو نفتو د تولیدي اندازې د کمولو پرېکړې له امله ښايي د امریکايي چارواکو د هڅو نتیجه بېخي له منځه ولاړه شي او په ټولټاکنو کې د ډیموکراتانو ګوند په سیالۍ کې له ننګونو سره مخ شي. 

بايډن په تېر جولای کې سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې په عمده توګه د تېلو بیې د ټيټېدو او د انفلاسیون د کنټرول غوښتنه کړې وه. 

د سي ان ان د خبر له مخې، د واشنګټن د انرژۍ، اقتصاد او ډيپلوماسۍ د تګلارو مسوولو چارواکو د اوپيک سازمان تر غونډې مخکې ځينې هېوادونه هڅولي و چې د اومو نفتو د تولیدي اندازې د کمولو مخالفه رایه وکاروي، خو دوی ناکام شول. 

که څه هم واشنګټن ډېر ډیپلوماتیک کوښښونه کړي، خو د اوپيک سازمان هېوادونو واشنګټن ته سر نه دی ټيټ کړی، له دې ښکاري، چې دوی نه غواړي د واشنګټن امر ومني، بلکې دوی د خپلو ګټو د ساتلو ټينګ هوډ لري. 

سعودي عربستان مخکې له امریکې سره ټينګې اړیکې درلودې، خو هغه ګام په ګام د واشنګټن رښتينې بڼه پېژندلې. کله چې د سعودي د تېلو تاسیسات په ۲۰۱۹م کال کې له بریدونو سره مخ شول، د امریکې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې دا پر سعودي بریدونه دي، خو پر امریکا نه. د بایډن حکومت تر لوړې وروسته د بشري حقونو په پلمه د منځني ختيځ پر هېوادونو ډېر فشارونه اچولي او په دې سره د دغو هېوادونو او امریکې ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. 

تر دې وروسته چې اوپيک سازمان د اومو نفتو د تولیدي اندازې کمولو پرېکړه وکړه، د امریکې ځينو سیاستوالو د ناخوښۍ له امله وویل چې باید د اوپیک سازمان پر غړو هېوادونو بندیزونه ولګوي او د کانګرس ځينې وکیلان حتی غواړي پر دغو هېوادونو انتقامي تدبیرونه مرتب کړي. له دې څخه ښکاري، چې د واشنګټن په نظر کې، ملګری د امپریالیزم وابسته هېوادونو او وسایلو مانا لري، باید بې له شرطه د واشنګټن امرونه مراعات کړي، که نه، نو امریکا به پر دغو هېوادونو بندیزونه ولګوي. سي ان ان د اکتوبر په ۹مه نېټه د یوې تبصرې په خپرولو سره وویل، د تېلو د توليدي اندازې د کمولو په اړه د اوپيک سازمان پرېکړه  د واشنګټن له غوښتنې سره په ټکر کې ده، خو امریکا باید په دې وپوهېږي چې دغه هېوادونه خپلې ګټې او ستراتيژۍ لري، او د امریکې امپریالیزم وابسته هېوادونه نه دي.