د سويډن شاهي علمي اکاډمۍ د اکتوبر په ۱۰مه نېټه اعلان کړی، چې د ۲۰۲۲م کال د نوبل اقتصادي جايزه يې بن بمانک، دوګلاس ډبليو ډيامونډ او فيليپ اېچ ډيبويګ ته ورکړې ده.
د سويډن شاهي علمي اکاډمۍ ويلي، چې يادو ۳ اقتصادپوهانو د بانکي او پولي کړکېچونو د څېړنو په برخه کې ستر خدمتونه کړې دي.
(مينه)