د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې د اوومې عمومي غونډې اعلاميه خپره شوه
CMG2022/10/12 18:17:45
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې اوومه عمومي غونډه د اکتوبر له نهمې نېټې څخه تر ۱۲ مې نېټې پورې په بېجینګ کې ترسره شوه. د دې غونډې مشري د دغه ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو وکړه او یادې غونډې ته د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پینګ مهمه وینا هم وکړه.

په دغه غونډه کې پرېکړه شوې، د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګريس د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۱۶ مه په بېجينګ کې پيلېږي.

د یادې غونډې ګډونوالو د شي جين پينګ هغه کاري راپور چې د ياد سياسي بيورو په سپارښتنه يې وړاندې کړی، واورېد او د يادې مرکزي کمېټې او د دې کمېټې د ډيسيپلين څارنې کمېسيون هغه راپورونه چې د دغه ګوند شلم ملي کانګريس ته به وړاندې شي، تصويب کړل، دغه راز  د چين د کمونېست ګوند د منشور تعدیل نامه يې هم تصويب کړه او پرېکړه يې وکړه چې دغه درې سندونه د دغه ګوند شلم ملي کانګريس ته وړاندې کړي.

په دغه عمومي غونډه کې د چین د کمونېست ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو کارونه وستايل شول او د دغه غونډې تېرو پنځو کلنو کړنو مرور وشو.

په غونډه کې دغه راس اوسنی وضعیت او مسوولیتونه تحلیل او وجاجول شول او د چین ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د پرمختګ او د دغه هېواد د هراړخيزې ابادۍ په ګډون پر يو لړ مهمو موضوعاتو بحثونه وشول او د دغه ګوند شلم ملي کانګريس ته بشپړ چمتووالی په ډاګه شو.