په نایجیریا کې سږنيو سيلابونو تر ۵۰۰ زیات کسان وژلي
CMG2022/10/12 10:57:21
شريکول:

 د نايجريا د بشري چارو، د ناورينونو د مخنيوي او ټولنيزې پراختيا وزارت دايمي سکرتر ساني ـ ګوارزو د اکتوبر په ١١مه نېټه په ابوجا کې ويلي، چې د روان کال د پشکال بارانونو او سيلابونو په دغه هېواد کې تر ٥٠٠ زيات کسان وژلي او ۱۵۴۶ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

د ګوارزو په وينا، سږنيو سيلابونو د نایجیریا د فدرالي پلازمینې سیمه او ۳۱ ایالتونه سخت ځپلي او ۱.۴ ميليونه خلک يې له کړاو سخت ژوند تېروي.

نوموړي ويلي، چې په نايجريا کې د سږنيو بارانونو او سيلابونو له امله  کابو ۹۰ زره کورونه ويجاړ شوي او څه دپاسه ۷۹۰ زره خلک يې بې کوره شوي دي.

ګوارزو زياته کړې، چې دغو سختو بارانونو او سيلابونو په نایجريا کې کابو ۱۴ زره هکتاره کرنيزې ځمکې هم زيانمنې کړې دي.

 (ژباړه: شکريه)