د چين د شمېرنې ملي ادارې د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د کمونېست ګوند له اتلسمې ملي کانګرېس راهيسې د اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو د لاسته راوړنو يو لړ راپورونه خپاره کړي دي.
يادې ادارې ويلي، چې په ۲۰۲۱م کال کې په چين کې د هر کس عايد ۳۵ زره او ۱۲۸ يوانه وو، چې دغه رقم د ۲۰۱۲م کال په پرتله ۱۸ زره او ۶۱۸ يوانه زياتوالی ښيي، يعنې په کلني ډول يې ۶.۶ سلنه پرمختګ موندلی دی.
د چين د شمېرنې ملي ادارې دغه شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې د ښارونو او کلیوالو سيمو د اوسیدونکو ترمنځ د عوایدو توپير په دوامداره توګه کم شوی دی.
د يادې ادارې راپورونه د دې ښکارندويي کوي، چې په چين کې د هر کليوال پر سر عايد د زياتوالي سرعت د بېوزلۍ د کموالي او د کلیو د سمسورتيا ستراتیژیو په ژوروالي د ښاري اوسیدونکو د عوايدو په پرتله چټک زيات شوی دی.
په چين کې د هر کس پر سر د ۲۰۲۱م کال د ښاري مصرف وړ عايد ۴۷ زره او ۴۱۲ يوانه وو، چې دا د ٢٠١٢م کال په پرتله ۹۶.۵ سلنه زياتوالى ښيي او په همدې کال کې د هر کليوال مصرف وړ عايد ۱۸ زره او ۹۵۳ يوانه وو، چې دا د ٢٠١٢م کال په پرتله ۱۲۵.۷ سلنه زياتوالى ښيي.
په چين کې له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، د هر کلیوال د کلني عاید منځنۍ وده د ښاريانو په پرتله ۱.۷ سلنه زياته شوې ده.
(ژباړه: شکريه)