د نړیوال پرمختګ طرحه
CMG2022/10/12 16:35:15
شريکول:

کرونا وبا نړۍ له بې سارو بدلونونو سره مخ کړې او له امله يې د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا نا برابره روانه ده او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلې کېدو چارې يې له نويو ننګونو سره مخ کړې دي.

انسانان څنګه دغه نړيوالې ستونزې او ننګونې هوارولی او سم انتخابونه کولی شي؟

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر په ۲۱ مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ په عادي مباحثوي غونډه کې د نړیوال پرمختګ طرحه وړاندې کړه او   پرمختګ يې د ولسونو د نيکمرغۍ کيلي وبلله.

نوموړي وويل، چې نړيوال باید د کرونا وبا د سختو منفي اغېزو پر وړاندې مبارزه وکړي او نړيوال پرمختګ باید د برابرۍ، همغږۍ او ټولشموليت پر لور نوې مرحلې ته وګرځوي.

شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر په ۲۱ مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ عادي مباحثوي غونډې ته د وينا په حال کې


د نړيوال پرمختګ طرحه کې راغلي، چې نړيوال دې پرمختګ ته لومړيتوب او د خلک په محور سياسي چارو ته دوام ورکړي او پر عامه ګټو، ټولشموليت، نوښت، د انسانانو او طبعيت ترمنځ پر همغږۍ دې ټينګار ولري.

يادې طرحې کې راغلي، چې نړيوال دې د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د غلودانو د خوندېتوب ساتلو، د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې او د کرونا ضد واکسين د تطبيق، د پرمختګ لپاره د پيسو راټولولو، د اقليمي بدلون د مخنيوي، زرغون پرمختګ، صنعتي پرمختګ، ډيجټلي اقتصاد او متقابل اتصال په شمول بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمخګ اجنډا د پلي کولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته   او د نړيوال پرمختګ د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي.

کرونا وبا د نړيوال پرمختګ لاسته راوړنې تخريب کړي او د جنوب او شمال ترمنخ د پرمختګ توپيرونه يې پراخ کړي او د پرمختګ د همکارۍ خوځنده ځواک يې کم کړی دی.

د انسانانو د پرمختګ شاخص په تېرو ۳ لسيزو کې په لومړي ځل کم شوی او د نړۍ په نږدې ۷۰ هېوادونو کې يو ميليارډ او ۲۰۰ ميلیونه نفوس د کرونا وبا، غلودانو، انرژۍ او پورونو له بحران سره مخ دی او نږدې ۸۰۰ ميليونه کسان په لوږۍ کې ژوند تېروي.

د رونډا د يوې سيمې اوسېدونکي د ۲۰۲۲م کال د اپريل په يوولسمه نېټه، د چين په مرستې له يوې جوړې شوې څا څخه د اوبو ايستلو په حال کې دي

 

شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال د نړيوال اقتصادي فورم وېډيويي غونډې ته په وينا کې وويل، چې د نړيوال پرمختګ طرحه د ټولې نړۍ پرمخ پرانېستې ده او هدفونه يې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پلي کول او د نړيوال ګډ پرمختګ تقويه کول دي. نوموړي زياته کړه، چې هېواد به يې له بېلابېلو خواوو سره په ګډو هڅو دغه طرحه پلې کړي او هر  هېواد به ترې برخمن شي.

په لاوس کې د چين په مرستې جوړ شوی ماهوسوټ روغتون

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د نړيوال پرمختګ طرحه ډېره پر ځای بللې او ويلي يې دي، چې سازمان به يې له چين او بېلابېلو هېوادونو سره  د دې طرحې د پلي کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.