چين د ملګرو ملتونو او افريقايي ليګ له لوړو همکاريو ملاتړ کوي
CMG2022/10/12 11:29:04
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د اکتوبر په ۱۱مه نېټه ويلي، چې هېواد يې پر دې خوښ او ملاتړ يې کوي، چې ملګري ملتونه له افريقايي ليګ سره د همکاريو کچه لا لوړه کړي او د افريقا سوله او پرمختګ وهڅوي.

دای بينګ ويلي، چې د افريقا پر وړاندې د ترهګريزو کړنو، د وسلو د قاچاق، سمندري امنيت او روغتيا په شمول ځينې ننګونې زياتې شوي او د دغو مسئلو حل و فصل د ملګرو ملتونو، افريقايي ليګ او د سيمې د هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو عملياتو سرچينې او قوت بايد هغو برخو ته راغونډ شي، چې د اړوندو هېوادونو له اړتياوو او د ځايي خلکو له هيلو سره سمون لري.

 چين له دې څخه ملاتړ کوي، چې زيات افريقايان په افريقايي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړو استازو دندې پر غاړه واخلي.