د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د بشري حقونو شورا ۱۴ غړي هېوادونه وټاکل
CMG2022/10/12 10:10:59
شريکول:

د ملګرو ملتونو ۷۷مې عمومي اسمبلۍ د اکتوبر په ۱۱مه نېټه عمومي غونډه تر سره کړې او بهیر کې يې د بشري حقونو شورا ۱۴ غړي هېوادونه ټاکلي دي، څو د هغو غړو پر ځای، چې د روان کال په پای کې يې د ماموريت موده پای ته رسيږي، د يادې شورا د غړو په توګه چارو ته دوام ورکړي.

 د مالوماتو له مخې، د بشري حقونو شورا نوي غړي به د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې خپل رسمي کارونه پيل کړي.

د بشري حقونو شورا نوي ټاکل شوي غړي د افريقا له لويې وچې الجزایر، مراکش، جنوبي افریقا او سوډان؛ له اسيا او ارام سمندر سيمې څخه بنګله دېش، قرغزستان، مالدیف او ویتنام؛ له ختيځې اروپا څخه جورجیا او رومانیا؛ له لاتيني امريکا او کارابين هېوادونو څخه چیلي او کوسټاریکا او له لوېديځې اروپا څخه بلژيک او جرمني ټاکلي دي.

په يادو هېوادونو کې سوډان او جرمني په دوهم ځل د بشري حقونو شورا غړي ټاکل شوي دي.

(ژباړه: شکريه)