ګرده نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر۶۱۹ ميليونه، ۱۶۱ زره او ۲۲۸ ته رسېدلی دی
CMG2022/10/12 10:11:58
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۱۱مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې مودې د مازدیګر تر ۵ بجو او ۵۹ دقيقو پورې، په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۶۵ زره او ۶۷۰ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۱۹ ميليونه ۱۶۱ زره او ۲۲۸ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۹۶۱ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۳۷ زره او ۶۳۶ ته رسېدلی دی.

(ژباړه: شکريه)